د هند د بهرنیو چارو وزارت د سیمه ییزو چارو عمومي مدیر جي پي سنګ د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دغه کتنه کې، د افغانستان او هندوستان پر دوو اړخيزو اړيکو، اقتصادي او ټرانزيټي مسايلو خبرې وشوې. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د هند د بشري مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د خپل متوازن بهرني سیاست له مخې غواړي چې د سیمې د یوه مهم هېواد په توګه له هند سره سیاسي او اقتصادي اړیکي پیاوړې کړي .جې پي سنګ په دغه کتنه کې ویلي، هند لیواله دی چې د چابهار بندر له لارې له افغانستان سره سوداګرۍ ته وده ورکړي.