د ننګرهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د يونسیف ادارې په مالي مرسته د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې بیرته راستنیدونکو هیواد والو ته د پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړېدو چارې پیل شوې. مسوولین وایې، یادې شبکې د اته مېلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي، چې ۳۴ سولري تختې، دوه بابه ۵۰ زره لیتره ذخیرې لري، چې پر مټ به يې تر ۷۵۰ بېرته راستنېدونکو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.