سکای نیوز د دوو بریتانوي ګرځندوی شرکتونو د مسوولینو له قوله راپور ورکړی، چې افغانستان ته د سیلانیانو د تګ غوښتنې ډیرې شوې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د دغه هېواد وګړو ته افغانستان ته د سفر کولو په اړه خبرداری ورکړی و. د «اګینسټ دي کومپاس» د مسافرتي شرکت بنسټګر جووان تورس وايي، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې افغانستان ته یوازې درې ګرځندویانو سفرونه کړي وو، خو د روان کال په پیل کې دا شمېر دوه برابره شوی دی. هغه زیاته کړه، چې پخوا به ګرځندویانو سوریې او عراق ته ترجیح ورکوله، خو د منځني ختیځ وضعیت ته په کتو ښايي افغانستان ډېر ژر “زموږ د ګرځندویې ټکټونو تر ټولو ډیر پلورونکی ځای شي. بلخوا د «انټميډ بورډر» شرکت چې په زړه پورې او د لاسرسي نه وړ ځايونو ته تګ راتګ کوي هم ادعا کوي چې افغانستان ته د سيلانيانو د تګ غوښتنې زیاتې شوې دي.