د خوست د ښاروالۍ مسوولین وايي چې په ښار کې یې پراختیايي چارې ۵۰ سلنه بشپړې کړې او پاتې چارې به یې را روان کال کې پلي شي. د دوی په خبره، په دې برخه کې هڅې دوام لري او راتلونکی کال به د عوایدو زیاتیدو ترڅنګ د پراختیايي پروژو په پلي کېدو کې هم د پام وړ زیاتوالی راشي. د خوست ښاروال بسم الله بلال وايي، د بیارغونې نورو پروژو د عملي کولو ترڅنګ یې د خوست ښار د پراختیا په برخه کې هم شاواخوا ۵۰ سلنه چارې بشپړې کړې دي. بلال زیاتوي، خوست ښاروالۍ په تېر کال کې د اتو لویو پراختیایي پروژو چارې پای ته رسولې او را روان کال د ۳۲ نویو پراختیایي پروژو د پلي کولو پلان لري او په وینا یې، د راتلونکي کال لپاره یې ۵۳۶ میلیونه افغانۍ بودیجه اټکل کړې ده