د کار او ټولنیزو چارو وزارت ۵۰۹ روږدو ته چې دامهال تر درملنې لاندې دي او د حرفې په برخه کې یې زدهکړې کړي، د فراغت سندونه ووېشل. د دغه وزارت مسوولینو نن د یوې غونډې پرمهال وویل، د افغانستان په کچه د دغه وزارت ۵۲ حرفوي او فني مرکزونو کې، نږدې ۲۰زره روږدي په حرفوي زده کړو بوخت دي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین افغانستان کې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو شتون د سرپرست حکومت پر وړاندې یوه جدي ستونزه بولي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د روږدو د درملنې او هغوی ته د زدهکړو زمینو رامنځ ته کولو په برخه کې اسلامي امارت سره همکاري وکړي.