د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د دې وزارت سرپرست وزیر د تخصصي روغتونونو له رییسانو سره په لیدنه کې، په یادو روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو پر ښه والي، د مسلکي کسانو پر ګمارنې، د روغتیايي پرسونل د معاشاتو پر لوړوالي او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي. د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په دې لیدنه کې ویلي؛ د یو منظم پلان له مخې یې یوه لایحه ترتیب کړې، چې په اساس به یې په نږدې راتلونکې کې د ټولو روغتیايي کارکوونکو معاشونه د هغوی د علمي کچو د معیار پر بنسټ لوړ شي.