د سرپرست حکومت رییس الوزرا د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت په یوه پیغام کې له چارواکو، پانګوالو او هېوادوالو غوښتي چې د بېوزلو، طبیعي پېښو ځپلو او په ځانګړې توګه د تازه راستنو شویو افغانانو لاسنیوی وکړي. رییس الوزرا، له سوداګرو غواړي چې د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو بیې لوړې نه کړي او مسوولین دې د نرخونو راټیټولو په موخه جدي څارنه وکړي. هغه یو ځل بیا پر نړۍوالو غږ کړی چې د روژې په دغه مبارکه میاشت کې فلسطین هېر نه کړي او د غزې د اوسېدونکو ملاتړ ته را وړاندې شي او په ډاګه کړې يې ده چې که څوک په دغه برخه کې رښتینې هڅې نه کوي هغه د اسراییلو جرمي شریکان دي.