د فراه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۱.۴ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د یوه سوداګر لخوا د کب نیولو د جالیو خارخونه جوړه شوې ده. د دې کارخونې مسوول عبدالمالک نورزی وايي چې له دې وړاندې یې په ایران کې فعالیت درلود؛ خو د سرپرست حکومت په راتګ سره، چې په هېواد کې د پانګونې زمینه برابره شوې دوی هم په خپل هیواد کې فعالیت پیل کړی دی. نوموړی وایي، چې په دغه شرکت کې ورسره دم ګړۍ ۱۳۰ تنه په کار بوخت دي او زیاتوي، چې تر راتلونکو ۶ مياشتو پورې به دغه شمېر شاوخوا ۱۰۰۰ تنو ته لوړ شي.