د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو این ډي پي) ویلي، چې په افغانستان کې یې څه باندې ۱۶زره د کور سرپرستو مېرمنو ته لنډ مهاله کاري فرصتونه برابر کړي دي. دغه سازمان په خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیانکې ویلي، چې په افغانستان کې بې کوره ښځې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي. د دې بنسټ په وینا، د سازمان ملاتړ به د ښځو سره د بنسټیزو عایداتو په جوړولو کې مرسته وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې ملګرو ملتونو اعلان کړی و، چې د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې یې له ۴۰ سوداګرو ښځو سره مرسته کړې چې خپل تولیدات په کابل کې په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي.