د نیمروز ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت په ګمرک ریاست کې د څه باندې ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت د موټرو تم ځای جوړولو چارې پیل شوې دي. د نيمروز ولايت مقام د دفتر رییس، رسنیو ته ویلي چې د مالیې وزارت له لوري د دغه ولایت د ګمرک په ریاست کې د موټرو د تم ځای جوړولو چارې د ۳۱ میلیونه ۹۵۱ زره افغانیو په لګښت پیل شوې او ډېرې ژر به بشپړې شي. په نیمروز کې د موټرو دغه تم ځای په داسې حال کې جوړېږي، چې تر وړاندې د ځینو نورو ولایتونو په ګمرکونو هم د موټرو ستر تم ځایونه جوړ شوي او دغه راز د سرپرست حکومت په راتګ سره په ټول هېواد کې رغنیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي.