د افغانستان او اوزبکستان د پلاوو د ګډو کاري کمېټو تر منځ غونډه شوې ده. د کانونو او پټرولیم او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او رېل پټلۍ ادارو او د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازو د اوزبکستان هېواد د کانونو، سوداګرۍ، برېښنا او نورو ادارو له استازو او سلاکارانو سره لیدنه کړې ده. په دې لیدنه کې دواړو لورو د کانونو، نفتو او ډبرو سکرو د استخراج سربېره په بېلابېلو برخو کې د بینالوزارتي چارو د لاښهوالي او ستونزو د له منځه وړلو په موخه هر اړخیزې خبرې کړې دي.