د هوا پېژندنې ملي ادارې مسوولین وايي، چې ښايي په راتلونکو ورځو کې د هیواد په ځینو سیمو کې د واورو او بارانونو امکان ډېر وي. د یادې ادارې ویاند رسنیو ته ویلي، چې د هیواد په غربي سیمو کې په زیاته کچه ورښتونه شوي او اوس مهال هم د هېواد په شرقي او شمال شرقي سیمو کې اورښتونه دوام لري. د مسوولینو په خبره په ننګرهار، کونړ او نورستان سربېره، په کابل، پروان، پنجشېر، کاپیسا او یو شمېر نورو مرکزي ولایتونو کې اورښتونه دوام لري. د یادې ادارې مسوولین وایي، چې زموږ د معلوماتو له مخې، ښايي په راتلونکو ورځو کې د هېواد په ځینو سیمو کې د واورو او بارانونو امکان زیات وي. بل لورته د یادو ورښتونو له کبله د هېواد یو شمېر لویې لارې تړل شوې او په ځینو سیمو کې سیلابونه هم راوتلي دي. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند وايي، په هېواد کې وروستیو ورښتونو د کب له لومړۍ نېټې راهیسې تر اوسه ۸۳ کسانو ته مروګ ژوبله هم اړولې ده.