د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت سرپرست د ازبېکستان له بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره لیدلي دي. د خبرپاڼې له مخې، په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا، ټرانزیټ او پانګونې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ستونزو حل او د افغانستان د ټزانزیټي توکو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې شوي دي. په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، ټاکل شوې د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا په برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره راتلونکې کې ځینې ناستې په مزارشریف ښار کې ترسره کړي.