د کانونو او پټرولیم وزارت په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د آمو سیند نفتي حوزې قشقري سیمه کې د ۷ زره او ۴۰۰ متر مکعب په ظرفیت سره د خامو نفتو زېرمه کولو په موخه د ۳ نویو زېرمو د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې د آمو سیند په نفتي حوزه کې د ګڼو نفتي څاګانو د کېندلو وروسته د ورځني استخراج اندازه د پام وړ زیاته شوې ده. د مسوولینو په خبره د دغو زېرمو تر جوړېدو دمخه د نفتو موټرو بارېدلو په برخه کې زیاتې ستونزې موجودې وې، چې په لوړه ارتفاع کې د ټانکرونو پورته کېدل ستونزمن وو، خو اوس به د نویو زېرمو په جوړېدو سره دغه ستونزې هوارې او د نفتو بار وړونکو موټرو لپاره به اسانتیاوې رامنځته شي.