د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یا یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بېګانۍ غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د فعالیت دوره د یوه بل کال لپاره تمدید شوه. د جاپان استازي یامازاکي کازویوکي چې هېواد یې د امنیت شورا دوره یي مشري کوي د غونډې په پیل کې د پرېکړه لیک مسوده د رایو لپاره وړاندې کړه چې د رایو په غوڅ اکثریت تصویب شوه. وروسته یامازاکي په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې. نوموړي د یوناما د ماموریت تمدید په اوسني وخت کې یوه مهمه اړتیا وبلله. په افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۲۸مه رسماً پیل شو، خو فعاليت يې هر کال د امنیت شورا د غړو د رایو په اساس تمدیدېږي.