د بښنې او بشري حقونو څار سازمونونو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د غځېدو هرکلی کړی او د دغه ماموریت له مشرې روزا اوتنبایوا یې غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړي. د بښنې نړۍوال سازمان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، یوناما باید د بشري حقونو په هکله خپل عامه، قوي او هر اړخیز راپور ورکولو ته دوام ورکړي. دغه بنسټ د یوناما له مشرې هم غوښتي چې د لږکیو د حقونو خوندیتوب او په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي ته لومړیتوب ورکړي. ورته مهال، د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مشرې هیدر بار هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د امنیت شورا د غړو له لوري د یوناما ماموریت غځېدل ښه خبر دی. د هغې په وينا، دا اقدام د دغه سازمان د بشري حقونو څانګې د راپور ورکولو چارې پياوړې کوي.