د پنجشېر ولایت د پاسپورټ مدیریت مسوولینو خبر ورکړی، چې روان کال یې ۷۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي، چې د پاسپورټ مدیریت روان کال ۱۳ زره ۸۷۰ جلده پاسپورټونه وېشلي چې له درکه یې ۷۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي. د مسوولینو په خبره اوسمهال هم په دغه ولایت کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ په نورماله توګه روانه ده. د یادولو وړ ده، چې د سرپرست حکومت په راتګ سره د هیواد په ګمرکونو او د پارسپورت په ریاستونو کې عوایدو د پام وړ زیاتوالی موندلی دی.