د ملګروملتونو امنیت شورا د روانې کب میاشتې په ۲۵مه نېټه اعلان وکړ، چې په افغانستان کې یې د خپلې سیاسي استازولي د ماموریت موده د یوه بل کال لپاره غځولې؛ د سرپرست حکومت چارواکو یې هر کلی کړی دی. د تصویب شوي پرېکړهلیک له مخې یوناما به د راتلونکي ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۱۷مې افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي. دغه پرېکړهلیک چې د جاپان له لوري وړاندې شوی و، د یوه بل کال لپاره په افغانستان کې د یوناما، ملګرو ملتونو نورو ادارو، مالي مرستو او پروګرامونو د غځولو پر اهمیت پهکې ټینګار شوی دی. سرپرست حکومت د یوناما ماموریت له غځېدو هرکلی کړی او هغه یې د افغانستان په ګټه بللی دی. دغه راز د بښنې نړیوال سازمان هم د یوناما ماموریت د تمدید هرکلی کړی او له دغه سازمان څخه یې غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته د لومړیتوب په توګه زیاته پاملرنه وکړي.