د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د نوي تعلیمي کال په رارسېدو سره یو ځل بیا له سرپرست حکومته غوښتي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي. د ښاغلي کرزي پر ټویټر پاڼه لیکل شوي، چې د علم زده کړه د هرې انساني ټولنې د بقا، پرمختګ او له احتیاجه د خلاصون لار ده. د نوموړي په خبره د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانیستو سره به هېواد د پردیو له احتیاجه ازاد او د سیالانو سیال شي.