د نيمروز ولایت د مستوفیت مسوولینو خبر ورکړی، چې د روان کال له پیله تر دې دمه یې ۶۴۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د یاد ولایت مستوفي رسنیو ته ویلي، چې د نیمروز مستوفیت د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د وري میاشتې له پیله د کب تر ٢٦ نېټې یې ۶۴۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د مسوولینو په خبره تېر کال یې عواید ۴۴۰ میلیونه افغانۍ وو چې سږ کال په کې ۲۰۸ میلیونه افغانۍ زیاتوالی راغلی دی. د نيمروز مستوفي، د عوايدو د راټولولو په برخه کې له سوداګرو او دوکاندارانو غوښتنه کړې، چې د مالیاتو په ورکړه کې هلېځلې وکړي او د هېواد په پرمختګ کې خپله ونډه ترسره کړي.