د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال، د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شینګ سره کتلي دي. ژاو شينګ په دغه کتنه کې د افغانستان او چین د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی دی. نوموړي ویلي چې هېواد یې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي پراختیا ملاتړ کوي. نوموړي دغه راز ویلي، چې چین د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او په نړیوالو ناستو کې یې ټینګار کړی، چې باید د افغانستان له اوسني حکومت سره تعامل وشي. د چين سفير په افغانستان کې شته پرمختګونو ته په اشارې ویلي، چین غواړي افغان ځوانانو ته د روغتیا په ګډون په ګڼو برخو کې تحصیلي بورسونه برابر کړي. بلخوا د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال په دې کتنه کې د دوحې او په نورو ناستو کې د افغانستان په اړه د چین له مثبت دریځ څخه مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې سرپرست حکومت له چین سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو پراختیا ته ژمن دی.