د افغانستان په خاوره د پاکستان هوایي بریدونو په اړه امریکایي چارواکو اندېښنه څرګنده کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پتیل په یوه کنفرانس کې پرون ویلي، چې د پاکستان په هوایي بریدونو کې افغان ملکیانو ته د مرګژوبلې په اوښتو خواشینی دی او په پاکستان غږ کوي چې د ترهګرۍ ضد هڅو کې د ملکیانو خوندیتوب ته پام وکړي. پر افغان خاوره د پاکستان د بریدونو په تړاو پخواني ولسمشر حامدکرزي هم ویلي چې دا بریدونه په کلکه غندي او د افغانستان په خاوره ښکاره تېری او د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بولي. ښاغليکرزي ټینګار کړی و، چې پاکستان باید له داسې کړنو لاس واخلي، ځکه د دواړو هېوادونو په زیان به تمامه شي.