د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د یوناما له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل سره کتلي دي. د حامد کرزي له دفتره په خبره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو په اړه خبرې شوې دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي کرزي یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار وکړ او د نجونو زده کړه یې د هېواد لپاره حیاتي اړتیا بللې ده.