اروپایي ټولنې خبر ورکړی، چې د افغانستان په ۳ ولایتونو غور، دایکنډي او بدخشان کې له زیانمنو کسانو سره ۵ میلیونه یورو مرسته کوي. یادې ادارې ویلي، چې دغه مرسته د زیانمنو ټولنو د ملاتړ لپاره د لوږې پر وړاندې د اقدام د سازمان په همکارۍ سره د څه باندې ۲۶ زره کسانو لپاره کیږي او د راتلونکو ۳ کلونو لپاره زیانمنو کسانو ته په پام کې نیول شوې دي. د دغه سازمان په اعلاميه کې راغلي، چې د دې پروژې پلي کېدل به هغو کسانو ته چې د خوارځواکۍ، د خوراکي توکو له کموالي او د کرنې لپاره د منابعو له نشتوالي سره لاس او ګرېوان دي، يو څه توپير رامنځته کړي. دا پروژه د کرنیزو تولیداتو، د غواګانو نسل پالنه او د کوچنیو او منځنیو سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره متمرکزه ده. په اعلامیه کې راغلي، چې په دې پروژه کې د کرنیزو مهارتونو د روزنې په برخه کې ښځې او ځوانان شامل دي.