د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۲ کال کې له ۱۷۷ پروژو د ۱۳ مېلیارد افغانیو په ارزښت ۱۱۴ پروژې پلې شوي او هڅه کوي، چې د بېخ بنایي پروژو په پېلولو سره د بېوزلۍ کچه راټيټه کړي. په دغه کال کې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د څه باندې ۶۰ مېلیارد افغانیو په ارزښت څه باندې ۱۸۰ پروژې منظورې شوې، د ټولګټو وزارت له لوري د څه باندې ۱۱۰ پروژو پېلېدل، په نږدې راتلونکي کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د کار پېلېدل، او په هېواد کې د بېلابېلو کانونو د استخراج په برخه کې شاوخوا اته مېلیارده ډالره پانګونه د سرپرست حکومت له نورو کړنو بلل کېږي.