د صنعت او سوادګرۍ وزارت سرپرست او یو شمېر نورو افغان چارواکو د ازبکستان له ګډ بازار څخه د لیدنې پرمهال له یو شمېر ازبکستاني مسوولینو سره د کابل او تاشکند ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په تړاو خبرې کړې دي. د یاد بازار مسوولینو افغان لوري ته ډاډ ورکړ، چې که څه هم په جغرافیوي لحاظ یاد بازار د ازبکستان اړوند دی، خو په اقتصادي لحاظ دا د دواړو ګاونډیو هېوادونو ګډ بازار دی. د مسوولينو په خبره دغه بازار، چې د افغانستان او اوزبکستان هېوادونو ترمنځ یو لوی ازاد سوداګریز بازار دی، پکې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او وګړو لپاره هر ډول اسانتیاوې شتون لري او افغان سوداګر کولای شي، چې په یاد بازار کې هر کال څلور ځله خپل صنعتي توکي نندارې ته وړاندې کړي دي.