د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وایي چې ۷۹ سلنه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام په خپل یوه تازه راپور کې په افغانستان کې په تېرو دوو کلونو کې د اوبو د کمښت مسله ارزولې او ویلي یې دي چې، د دغه هېواد ۷۹ سلنه خلک په کافي اندازه د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. په دغه راپور کې په افغانستان کې د اوبو د کمښت لاملونه هم په ډاګه شوي دي. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې، شدیدو وچکالیو، اقتصادي بې ثباتیو او اوږد مهاله جګړو د دغه هېواد د اوبو بېخ بناوې مختل کړي دي چې دغه وضعیت اقلیمي بدلون لاپسې خراب کړی دی. په ورته وخت کې د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په روان هجري- لمریز کال کې به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو د مدیریت په برخو کې ۳۰۰ پروژې عملي شي.