د هرات ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ترافیکو مدیریت یو میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي دي. په هغه غونډه کې چې د یاد ولایت ځایي چارواکو پکې د تېرو ۶ میاشتو د لاسته راوړنو یادونه کوله دا هم ویلي، چې امنیتي ځواکونو یې ۵٢٣ تنه د موبايلونو، وسايطو، رشوت او ناوړه استفادې په تور او دغه راز ۵۲۶ تنه یې د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیولي دي. د مسوولینو په خبره په تېرو شپږو مياشتو کې د هرات د پاسپورټ مديريت کې ٢٢ زره پاسپورټونه ثبت شوي او ٨١ زره فورمې طی مراحل شوي او له همدې درکه ۵۳۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.