د کابل پوهنتون مسوولینو او یوشمېر چارواکو نن د «اوبه ملي شتمني ده او ساتنه یې د ټولو مسوولیت دی» تر عنوان لاندې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځله. د یادې غونډې ګډونوالو تر ځمکې لاندې اوبو کچې ټيټېدو څخه اندېښنه وښوده او وې ویل، له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۳ کاله کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ۱۵متره ښکته شوې. د کابل پوهنتون د ځمکې پېژندې پوهنځي امر اسدالله رحمتزي له اړوندو ادارو وغوښتل چې پلازمېنه کې تر ځمکې لاندې اوبه مدیریت کړي. د یادونې ده چې د ملګروملتونو پراختیايي سازمان د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي وو، ۷۹ سلنه افغانان پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري.