د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې خبر ورکړی، چې له چین هېواد سره یې د ګډ انسټېټیوټ د جوړېدو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی. د دې ادارې مسوولینو ویلي، چې د دغه انسټېټيوټ جوړېدل به ځوانانو ته ډېر کاري فرصتونه رامنځته کړي. له دې سره هممهاله، د ازموینو د ملي ادارې رییس علم د هېواد له بنسټزو اړتیاوو ګڼي او وايي، ځوانانو ته باید د پوهې تر څنګ د کار زمینه هم برابره شي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو زوارت سرپرست هم په هېواد کې د عصري او دیني علومو پر زدهکړې ټینګار کوي او په هېواد کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د زده کړو د زمینې برابرېدو غوښتنه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۳ ښوونیز کال په پیلېدو سره، لاهم په هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړلې پاتې دي.