د نورستان ـ کونړ ۱۱۵ کیلو متره سړک په اساسي ډول رغول کېږي. د نورستان ځايي چارواکي وايي چې د دغه سړک رغولو لپاره بودجه منظور شوې او په اساسي ډول به جوړ شي. تر اوسه دا لا معلومه نه ده، چې دغه بودجه څومره ده او کله به د یاد سړک د رغونې چارې پيل شي. د دغې لارې د خرابوالي له امله د کونړ او نورستان ولایتونو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې حتی نورستان ته د سیلانیانو د ورتګ بهیر یې هم ټکنی کړی دی. یاد سړک چې له پېچومو تېرېږي او په ژمي کې د واورو او اورښتونو له امله په ورځو ورځو د ترافیکو پر مخ تړلې وي.