د پکتیکا ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د ترافیکو مدیریت په تېر ۱۴۰۲ کال کې د موټرونو د جواز سیر، نمبر پلېټونو او لایسنسونو د وېش او اړوند نور خدمتونو له درکه څه باندې ۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت مسوولین وایي،چې د تېر ۱۴۰۲ کال د ۲ زره ۴۰۵ موټرونو ته نوي جوازسیر ترڅنګ ۲۰۰۰ نمبر پلېټونه د وېش، ۱۳۰۹ نوي، ۹۸۰ بیا ځلې نوي شوي لایسنسونه او ۴۶ جلده ورک شوې لایسنس د بیا ورکړې او اړوند نور خدمتونو د ترسره کولو له درکه ۵۰ میلیونه ۹۳۵ زره افغانۍ عواید راټول کړې دي.