د سرپرست حکومت چارواکي وایي، چې له پاکستان سره د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د ډېرو ستونزو وروسته له دغه هېواد سره ځینو هوکړو ته رسېدلي دي. د افغانستان او پاکستان د پلاویو ترمنځ د شویو هوکړو پر بنسټ، دواړه لوري به د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې برابروي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، چې د افغان سوداګرو لپاره د بانکي ضمانت د الزامي کېدو مخنیوی، د بانکي اړیکو د پیاوړتیا په موخه د جنس په جنس راکړې ورکړې بندېدل، تر راتلونکو دوو میاشتو پورې د اپټا هوکړهلیک عملي کېدل او ځینې نور هغه موضوعات دي چې له پاکستاني لوري سره یې پرې هوکړه کړې ده. په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ شوې هوکړې مهمې بولي او وايي، که دا هوکړې عملي شي؛ نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر وړاندې شته ستونزې به له منځه ولاړې شي.