د افغانستان د اوسپنې پټلۍ رییس د ازبکستان د رېل پټلۍ ادارې له مرستیال رحمت اوف او مل پلاوي سره د رېل پټلۍ په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د اوسپنې پټلۍ رییس بخت الرحمن شرافت د ازبکستان د رېل پټلۍ ادارې مرستیال او مل پلاوي سره په کتنه کې ویلي، چې د حيرتان-مزار شريف مسیر په نايب اباد تمځای کې به د تازه ميوو او سبزيجاتو لپاره د تخليې او بارولو په موخه مجهز ساتنځای هم جوړ کړي، څو د افغانستان تازه مېوه او سبزيجات له ځنډ او خرابوالي پرته منځنۍ اسيا، اروپا او بهرنیو هېوادونو ته صادر شي. نوموړي زياته کړې، چې د دې ترڅنګ ازبکستان غواړي د رېل پټلۍ له لارې په افغاني توکو ۵۰ سلنه تعرفه کمه، د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې انتقالات زيات او ټرانزیټي بهير ته وده ورکړي. بلخوا د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ مرستیال ویلي، ازبکستان د افغان ټرانس په څېر د سترو رېلي پروژو په پلي کولو کې ځانګړې ونډه اخلي.