د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تراوسه پورې په افغانستان کې په متوسطې خوارځواکۍ اخته ۲۱۰ زره ماشومانو او ۱۴۰ زره میندو ته او په سختې خوارځواکۍ اخته ۱۲۰ زره ماشومانو او میندو ته روغتیايي خدمتونه چمتو شوي. د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل ویلي چې په تیرو شاوخوا دوه نیمو کلنو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او میندو د درملنې لپاره ۲۲۰۰ نوي سایټونه جوړ شوي چې ورسره د دغې ناورغۍ د درملنې لپاره خدمتونه لرو پرتو سیمو ته هم پراخه شوي دي. هغه وویل چې دمخه ددغو سایټونو شمیر ۸۰۰ ته رسیده. د عامې روغتیا وزارت وايي چې د نویو سایټونو د جوړولو هدف هغو سیمو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي د درملنې د خدمتونو رسول دي چې دمخه په کې دغسې خدمات نه وو.