د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري ویلي، چې د هرات په انجیل ولسوالۍ کې یې د مېرمنو او نجونو لپاره یو ټولنیز مرکز جوړ کړی دی. د یاد سازمان په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې له دې مرکز څخه به څه باندې لس زره ښځې او نجونې ګټه پورته کړي. اوس مهال په افغانستان کې د کاري فرصتونو د پراخولو په موخه د ښځینه متشبثینو لپاره په بېلابېلو برخو کې د ملګرو ملتونو ملاتړ منظور شوی دی. تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي وو چې د هرات د زلزلې د قربانیانو دوه پر درېیمه برخه ښځې او ماشومان دي او دوی بشري مرستو ته اړتیا لري.