د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ښاروالۍ له لوري د ښار اړوندې کوچي بازار امنیت ښارګوټي کې د ۴۸ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یو پلچک او استنادي دېوال جوړولو چارې پیل شوې. ګردېز ښاروال سید نظیم مزمل وايي، چې دغه پروژه د یو ان هبیتات موسسې په مالي لګښت د ګردېز ښاروالۍ تر څارنې لاندې پلې کېږي. دغه پروژه د یو پلچک چې ۹ متره اوږدوالی، ۵ متره پلنوالی او ۱،۵ متره لوړوالی لري او یو ساتندوی دېوال چې ۱۳۰ متره اوږدوالی او ۳،۵ متره لوړوالی لري او د ۴۰ مترو په اوږدوالي د یو بل استنادي دېوال په درلودلو سره په اساسي ډول جوړېږي. مسوولین وايي چې د یادې پروژې چارې به د راتلوونکو دوو میاشتو په جریان کې بشپړې شي چې جوړېدو سره به د سېلابونو اوبو په کنترول کې مهم رول ولري.