په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ویروس د ختمولو هلې ځلې اغیزناکې وې او دا مهال دا ویروس د دغو هېوادونو په ځینو محدودو سیمو کې پاتې دی. کارپوهانو تېره اوونۍ د ماشومانو له فلج کېدو څخه پاک هند د یوې لسیزې په مناسبت یوې مجازې غونډې کې د پولیو د ویروس د کنترول په برخه کې په پرمختګونو خبرې وکړې. هند د ۲۰۱۴ د مارچ په میاشت کې اعلان وکړ چې له پولیو پاک شوی دی. د بل او ملینډا ګیټس په بنسټ کې د تکنالوژۍ، تحقیقاتو او د پولیو د تحلیل د برخې مقام انند باندیو پادیای ویلي، چې په پاکستان او افغانستان کې د ماشومانو فلج کېدل په انفرادي ډول موجود دي، خو د پولیو ویروس د دغو هېوادونو په څو ولسوالیو کې محدود شوی دی. هغه وايي چې ویروس په دغو سیمو کې وروستۍ سلګۍ وهي. انند باندیو پادیای وايي چې په پاکستان او افغانستان کې د پولیو په برخه کې لاس ته راوړنې دا هیله ورکوي چې دا ویرویس مخ په ختمېدو دی.