د ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۱ میلیاردو افغانیو په ارزښت، د ۲۴ پروژو قراردادونه منظورکړي دي. د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیالۍ مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته ۲۹ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۲۴پروژو قراردادونه منظور شوي؛ دغه زار څلور لغوه شوي او د یوې پروژې د قرارداد په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې په هراړخیز ډول یې وڅېړي او په اړه یې خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. په منظور شویو پروژو کې د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې د پاتې چارو بشپړول، د کونړ – نورستان سړک د تخریب شویو ساحو بیارغونه، په بېلابېلو ولایتونو کې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند پروژې، د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او جزوتامونو لپاره د هغوی د اړتیا وړ توکو برابرول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي.