د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د وروستۍ سړې څپې له امله تر ۲۸۰ زرو ډېر څاروي تلف شوي دي. دغه سازمان وایي، چې د روان ۲۰۲۴کال د فبرورۍ له ۲۵مې راهیسې لومړني راپورونه ښیي چې له ۲۸۰زرو څخه ډېر څاروي تلف شوي دي. د راپور له مخې، د تېر ژمي سړې څپې له امله بدخشان، بامیان، دایکندي، غور، نورستان، پنجشیر، پروان او سمنګان ټولو زیات اغېزمن شوي ولایتونه دي. تر دې وړاندې د کب په ۲۳مه نېټه پېښو ته د رسېدو چارو وزارت ویلي و، چې په افغانستان کې د واورې ورښت، باران او سړې هوا له کبله ۶۰ کسان مړه، ۳۴ ټپیان، ۱۶۴۵ کورونه ویجاړ شوي او ۱۷۷ زره ۹۱۱ څاروي له منځه تللي دي.