کابل ښاروالۍ ویلي، چې د ښار ۱۶مې ناحیې اړوند د قلعه احمدخان سیمه کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو فرعي سړکونو او کوڅو جوړولو چارې بشپړې شوې. کابل ښاروالۍ ویلي، دغه پروژې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پلې شوې چې، ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت پرې راغلی او د پنځو میاشتو په موده کې جوړ شوي دي. د ۱۶مې ناحيې رییس دیادو پروژو له بشپړېدو څخه خوښي وښوده او ويې ویل چې د يادو فرعي سړکونو او کوڅو په جوړېدو سره د ښاريانو ډېرې ستونزې هوارې شوې او ژمنه يې وکړه، چې په راتلونکې کې به له ښاري آسانتیاوو څخه په محرومو سيمو کې ورته نورې پروژې هم طرحه او پلي شي.