د سټنډرډ مليادارې د اعلامیو له مخې، په نژدې یوه مياشت کې يې د نیمروز او فراه ولايتونو پر پوله ایران ته د بې کيفيته تیلو ۲۴۳ ټانکرونه ورګرځولي دي. یادې ادارې سوداګرو ته خبرداری ور کړی، چې د بې کيفيته سونتوکو له واردولو دې ډډه وکړي. د سټنډر ادارې د شمېرو له مخې په نږدې یوه میاشت کې یې د بې کيفته تيلو ۱۳۸ د ټانکران د فراه ولایت له شيخ ابونصر فراهي بندر له لاري او ۱۰۵ ټانکره د نيمورز له ورېښم پول ایران ته بيرته ګرځولي دي. دغه ادارې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د حیرتان پولې له لاري يې څه باندي ۲۱ ټنه کيلوګرامه ګاز ازبکستان او د هرات د تورغنډۍ له لاري يې هم ۶ ټانکره بې کيفیته تيل ترکمنستان ته ګرځولي دي. سټنډر اداره زياتوي، چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې يې د ټولو بندرونو له لاري ۹۵ زره ۷۸۴ ټانکره نفتي توکي تثبیت کړي، چې له جملې څخه يې ۳۰۴۲ ټانکره بې کيفيته او اړوندو هيوادونو ته ګرځول شوي دي.