په کابل کې د نیله باغ ښار ګوټي پروژې چارې د کور او ښار جوړونې وزارت او په کابل کې د چین سفیر له لوري پیل شوې. د کور او ښار جوړونې وزارت د مسکن، د زونونو پراختیا مرستیال روح الله احمدي وايي، په یاده پروژه کې ۱۴۰۰ ودانۍ شاملې دي او ۷۱ میلیونه ډالر لګښت پرې راځي چې د چین له لوري ورکول کیږي. د چین او افغانستان د هوکړې له مخې به د دغې پروژې چارې به په درېیو کلونو کې بشپړې شي، او د ځانکړي طرزالعمل له منظوری وروسته به دولتي کسانو ته وویشل شي. په دې مراسمو کې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال وویل، دغه پروژه د هېواد د پرمختګ او پراختیا لپاره یو سترګام دی. د نوموړي په خبره، سرپرست حکومت د نورو بنسټیزو پروژو ترڅنګ د ودانیزو پروژو پلي کولو کې غوره ګامونه پورته کړي او د نورو لویو پروژو د پیل لپاره هم پلان لري.