د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د پنځمې او دیارلسمې ناحیې ترمنځ د کمپنۍ- برچي نښلوونکي سړک په اوږدو کې د یوه پله د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت مسوولین وایي، چې د ډیزاین له مخې دا پُل ۲۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري چې په دوه لینونو کې په معیاري توګه د جوړېدو په حال کې دی. مسوولین وایي، چې د یاد پله دېوالونه جوړ شوي او اوس يې د قالب بندۍ سيخ چارې روانې دي تر څو په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.