د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې افغانستان ته شاوخوا ۵۰ سلنه سوداګریز توکي د ایران له لارې را واردېږي. وروسته له هغه چې د ایران د سوېلي خراسان د ګمرک عمومي مدیر وویل چې له دې لارې افغانستان ته د سوداګریزو توکو ټرانزیټ درې برابره زیات شوی، ورسره جوخت د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو هم وویل، چې له ۱۴۰۲ کال راهیسې د افغانستان تر نیمايي زیات واردات د ایران د چابهار او عباس بندر له لارو کېږي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایی، چې پاکستان له ټرانزیټي لارو افغانستان ته د توکو واردات تر ۷۰ سلنې کم شوي او په مقابل کې یې د ایران له ټرانزیټي لارو د توکو واردات تر ۵۰ سلنې لوړ شوي دي.