د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د چارو ادارې د پانګونې له رییس سره په کتنه کې د کابل ولایت د صادراتو د پروسس زون د ځمکې د انتقال پروسې او د کار پیل په اړه خبرې کړې دي. نورالدین عزیزي د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا رییس سره د پانګونې په برخه کې د پوره همغږۍ ژمنه کړې ده. ټاکل شوې د سرپرست حکومت له لوري د هېواد په شپږو زونونو کې د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا په موخه صادراتي زونونه جوړ شي، چې له دې سره به د هېواد د کرنې سکټور پیاوړی او د هېواد تولیدات په وخت سره تر نړيوال مارکیټ رسېږي.