د سټنډرډ ملي ادارې د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې د مشر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې دغه هېواد دې د بې ځایه او بې بنسټه نیوکو پر ځای د خپلو توکو کیفیت سم کړي. د سټنډرډ ملي ادارې پرون پر خپله اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې که د سوداګریزو توکو کیفیت ته پاملرنه وشي؛ نو د دواړو هېوادونو په ګټه ده. د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت له افغانستان څخه د ایران د تېلو د ورستنېدو په غبرګون کې ویلي وو، چې افغانستان مناسب لابراتوار او کارپوهان نه لري. نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د تېلو د کیفیت په معلومولو کې د سرپرست حکومت وړتیا کمه ده او په ازموینو کې د نیمګړتیاوو او تېروتنو احتمال شته دی. ایرانی لوری دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې سټنډرډ ملي ادارې یوازې تېره میاشت د نیمروز او فراه له لارو څخه د ټیټ کیفیت لرونکو تېلو ۲۴۳ ټانکرونه ایران ته ورګرځولي دي.