په کابل کې د قزاقستان سفیر د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ له وزیر سره په کتنه کې د ټېکنالوجۍ د ودې او ډیجیټلي حکومتولۍ په برخه د مرستو او همکاریو ژمنه کړې ده. د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزیر په دې لیدنه کې ویلي، چې اوسمهال افغانستان او قزاقستان د ګډو سوداګریزو راکړو ورکړو ترڅنګ د انټرنټ په برخه کې هم ځيني قراردادونه لري. له دې سره؛ د قزاقستان سفیر علیم خان یسین ګلیدییف افغانستان ته په نږدې راتلونکي کې د دوه اړخیزو اړیکو او د دغه هېواد له خوا له افغانستان سره د ټېکنالوجۍ په برخه کې د همکارۍ په موخه د قزاقستان د لومړي وزیر د سفر خبر هم ورکړی دی. نوموړي دغه راز ویلي، چې هیواد به یې د قزاقستان، تاجکستان او ارمنستان ډیجیټلي سیسټمونه په افغانستان کې هم عملي کړي. په ډیجیټلي حکومتوالۍ سره به ټولې چارې په انټرنټي او انلاین ډول ترسره شي او باور دا دی چې د دغه سیسټم په پلې کېدو سره به د فساد مخه هم ونیول شي.