د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په نږدې راتلونکي کې به په هېواد کې د ګران بیه ډبرو د کانونو د را ایستنې لپاره جوازونه صادر شي. د دغه وزارت ویاند وايي، تر اوسه په پنجشېر کې د زمردو د ۵۵۰ کانونو د را ایستنې لپاره جوازونه ورکړل شوي او ورسره د یاقوت، لاجورد او بېروج ډبرو د رایستنې بهیر پيل شوی دی. د دغه وزارت ویاند زیاتوي، د دغو کانونو د چارو په پيلېدو سره به لسګونه زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي. له دې سره سم د سوداګرۍ او پانګونې خونه ګران بیه ډبرې د هېواد له مهمو شتمنیو ګڼي او وايي، د دغه ډبرو پروسس چارې هم باید په کور دننه ترسره شي.