یو ایراني حکومتي چارواکي ویلي چې د تېر لمریز کال په ۱۲ میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد د غیر نفتي توکو د صادراتو کچه یو میلیارد او ۸۷۱ میلیونو ډالرو ته رسیدلې ده. په افغانستان کې د ایران د سوداګرۍ سلاکار حسین روستايي ایراني رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې افغانستان ته د ایران د غیرنفتي توکو په صادراتو کې د وړم کال پرتله ۱۳.۶ سلنه زیاتوالی راغلی و. حسین روستايي د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د پلاوو سفرونه، په سرحد کې اسانتیاوې، د دواړو هېوادونو د سرحدي ګمرګونو د کاري ساعتونو زیاتیدل، په تهران کې د دواړو هېوادونو ګډ اقتصادي کمېسیون غونډه او په کابل، تهران، هرات او مشهد کې د سوداګریز نندارتونونو جوړېدل د ایران د غیر نفتي توکو د صادراتو د زیاتیدو په عواملو کې یاد کړي دي.